د ملي دفاع وزارت د اور وژنې ټيم په مرسته د اباسین ځدراڼ سوداګريز مرکز کې اورلګېدنه پای ته ورسېده

s.mohmand

دغه اور لګیدنه چې نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوټه سنګي سیمې په "اباسین ځدراڼ" سوداګريز مرکز کې رامنځته شوې وه.

ياده اورلګيدنه د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ لوا د اور وژنې ټیم او اړوندو ادارو په مرسته مهار شوه.

همدا راز په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت چورلکې د اور وژنې سيمې ته ورغلې او د هوا له لارې يې د ژغورنې عمليات ترسره کړل.