د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۳۱ تنه منسوبين فارغ شول

s.mohmand

د ۲۱۵ عزم قول اردو شوراب ښوونيز مرکز څخه ۳۱ تنه منسوبين د توپچي د نظري او عملي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو مرستيال مولوي عبدالصمد "فاروق" او يو شمېر پوځي مسؤلينو د ګډون ترڅنګ علماءکرامو د جهاد، تقوا، امانتدارۍ او په ريښتنې توګه د خدمت کولو په هکله ویناوې وکړې.

په پای کې فارغينو ته د توپچي امریت لخوا د زده کړو سندونه هم ورکړل شول.