مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۸ مه
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۵ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۶۹ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۳هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۵۷ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۸تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی .
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، خوست، غزني، پکتیا، ارزګان، هرات، سرپل، بغلان، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو تن نیول شوی، ۱۷ کړۍ ماینونه او ۲۰ تیرکشونه له منځه وړل شوي، ۲ موټر او ۲ موټر سایکل لاسته راغلي د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو د ۴ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډون هریو عبدالله، زاهدالله، یوسف او بدرالدین په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي .
همداراز د غزني ولایت د قره باغ او اندړو ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوت کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د مهماتو ۳ دیپو ګانې، ۳ تونلونه او د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړل شوې او د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ کې ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.