په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې ۴۱ ميله وسلې او ګڼ شمیر مهمات ترلاسه شول

s.mohmand

 د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف مديريت د راپورونو په اساس د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ۴۱ میله سپکې او درنې وسلې ، زرګونه فیره مهمات او زیات شمیر نظامي توکي تر لاسه شول.

د یادونې وړ ده چې دا عملیات د کشف مدیریت مرستيال مولوي سعيدالله "رضوان" په مشرۍ تر سره شوي وو او یاد مهمات او وسلې د مجاهدینو له لوري تر لاسه او اړوند مرجع ته وسپارل شول.