د ملي دفاع پوهنتون نوی قوماندان وپیژندل شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزوم دید پر بنسټ،چارو د لا ښه سمون په موخه مولوي عبدالقیوم"الیاس" د ملي دفاع پوهنتون د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو او د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" له خوا معرفي او رسماً يې خپله دنده پیل کړه.

د یاد پوهنتون پرسونل ته د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس له لوري د نوي قوماندان د پیژندلو ترڅنګ؛ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.