د وسله وال پوځ لوی درستيز په بدخشان کې له سرحدي سيمو ليدنه وکړه

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت"، د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندان مولوي امان الدین "منصور" په ملتيا د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې، لوا ګانو، کنډکونو او د بدخشان ولایت د زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسواليو له سرحدی نقطو څخه چې په دې ولایت کې موقعیت لري لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د وسله وال پوځ لوی درستيز د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې د سرحدي ځواکونو د سرښندنو قدردانی وکړ او له مجاهدینو یې وغوښتل، چې د دې خاورې په دفاع کې خپله هڅه او کوشش وکړئ، په ایماني او کلک هوډ سره د خپلو خلکو خدمت وکړي.
په پای کې د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت د ارزونې پر مهال د وسله وال پوځ لوی درستيز د مجاهدینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.