د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د بغاوتګرو مشر مولوي مهدي ووژل شو

s.mohmand

د اسلامي امارت ځواکونو د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د بغاوتګرو مشر مولوي مهدي د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، له منځه یووړ.

د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت په خلاف، مهدي نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل يې چې  ایران ته تېښته وکړي، د کشف او  استخباراتو سرحدي ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.