په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۸۰ تنه مجاهدین له مسلکي بخشونو څخه فارغ شول.

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي  قول اردو څخه ۱۸۰ تنه منسوبین چې د انجینرۍ، روغتیا او مخابراتو په بخشونو کې نظامي او مسلکي زده کړې کړې وې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مجاهدینو ژمنه وکړه چې د اسلامي نظام، خپل وطن او خلکو د خدمت په لاره کې به له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.