د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لېدنه وکړه

s.mohmand

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان "متقي" د ازبکستان له غونډې له راستنېدو څخه وروسته نن سهار د ۲۰۹ الفتح قول اردو ته لاړ او د بلخ ولایت له سیمه ییزو ملکي او نظامي چارواکو سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د بهرنیو چارو  سرپرست وزير  د هېواد د وګړو د خوندیتوب په برخه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او له مجاهدینو یې وغوښتل چې د اسلامي نظام دخاورې او د خدمت په لاره کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

له بلې خوا د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان امیرخان "حقاني" د اسلامي امارت له ځواکونو سره د بشپړې همغږۍ او د هېواد په شمال زون کې د ټولنیز امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.