د ۲۰۷ الفارق قول اردو پر کارکوونکو د دښمن د برید په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

نن سهار څو  تنو وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له بده مرغه په ​​پایله کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر ټپیان شول.

په ورته وخت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګر یې له منځه وړي دي.

ملي دفاع وزارت د دغې پیښې شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږي او تسلیت تر څنګ؛ ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دښمن به هيڅکله د دغسې بزدلانه بريدونو په تر سره کولو سره د دفاعي منسوبینو او کارمندانو هوډ کمزورى نه کړي؛ بلکې په کلک او جدي توګه به یې له منځه یوسي. ان شاء الله تعالی!