په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې د ۳۳۳ بېلابېلو پوځي وسایطو ترمیم او فعالول

s.mohmand

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دویمې سرحدي لوا د انجینرۍ ټیم د ۳۳۳ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړ.

په دغه وسایطو کې: ۲۶۳ رینجر، ۴۰ هاموي ټانګونه، ۱۵ څلور ټایره موټرسایکلونه، ۱۱ انټرنشنل موټر، ۲ کرینک، ۱ ریکاوري او ۱ فورکلفت شامل دي.

د یادولو ده، چې دغه وسايط تر فتحې وړاندې ویجاړ شوي او يا هم د کارونې وړ نه وو، د ٢٠٣ منصوري قول اردو د دويمې سرحدي لوا د استاذانو او انجنيرانو په کوښښونو ترميم او د ګټې اخيستنې وړ شول.