د ملي دفاع وزارت د پلټنې د لارښود سیمینار د لومړي پړاو پرانسته

s.mohmand

د اسلامي اردو د پلټنې څانګې د قطعاتو او جزوتامونو منسوبينو له پاره د ملي دفاع وزارت په مقر کې د لومړني پړاو ۳ ورځنی لار ښود سيمينار د کلام الله مجيد د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو، چې يو شمېر رييسانو او مسوولينو په کې ګډون کړی وو.

د ملي دفاع وزارت سرپلټونکي مفتي لطیف الله "حکیمي" وويل، چې د دغه سیمینار د جوړیدو موخه د پوهاوي او همغږۍ، د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو پلي کول، ژمنتیا او د اسلامي پوځ په لیکو کې له فساد سره جدي مبارزه ده.

دغه منسوبين به د پلټنې تر ۳ ورځني مسلکي سيمينار وروسته په اړوندو قطعاتو او جزوتامونو کې د خدمت وړ وګرځي.