د کونړ او نورستان ولایت څخه لسګونه میله وسلې، مهمات، تجهیزات او پوځي وسایط ټول شول

s.mohmand

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولینو په تیرو دوه میاشتو کې د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر با احساسه او عزتمندو اوسیدونکو لسګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات، وسایط او پوځي تجهیزات په خپله خوښه د یادې قول اردو مسوولینو ته سپارلي دي.

په دغو مهماتو، وسایطو او تجهیزاتو کې: ۳۳۸ بیلابیل ډول وسلې، ۸۳ وسایط، ۸۵ زره بیلابیل ډول مرمۍ او پوځي تجهیزات شامل دي، یاد پوځي مهمات، تجهیزات او وسایط د سیمې خلکو له لوري د اسلامي نظام د ملاتړ او امنیت د ټېنګښت په موخه اړوندو مسوولینو ته سپارلي دي.

همدا راز د سمې خلکو ټینګار وکړ، چې دغه پوځي تجهیزات او وسایط د بیت المال اړوند دي، نو په دې لاره کې به د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره همکار یو.