د ٣١٣ مرکزي قول اردو د البدر کنډک څخه ٥٠ تنه ځانګړي سرتيري فارغ شول

نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ٣١٣ مرکزي قول اردو د البدر کنډک څخه د يو شمېر مسوولينو په شتون کې ٥٠ تنه سرتيري د مسلکي، عقيدتي او کومانډويې زده کړو وروسته، فارغ شول.
د مسوولانو په وينا دغه سرتيري د ښو نظامي وړتياوو لرونکي وو او د اړتيا په وخت کې به د دوي څخه د ځانګړو عملياتو له پاره په مرکز او ولايتونو کې ګټه اخيستل کيږي.
يادو فارغ شوو سرتيرو ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرايطو کې به د هېواد، نظام او خلکو خدمت کوي.