د ۲۰۳ المنصوري قول اردو درستیزوال معرفي شو

s.mohmand

قاري صلاح الدین «ایوبي» د ۲۰۳ المنصوري قول اردو د درستیز وال په توګه د یادې قول اردو د مشرتابه په شتون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرسونل ته ور وپيژندل شو.

د المنصوري قول اردو نوي درستیزوال وویل:«د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له باور څخه منندوی يم او ژمنه کوم، چې په خپل ټول توان به خپلو خلکو او هېواد ته خدمت کوم.