د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ رياست قدرمنو هېوادوالو ته د خدمت له پاره چمتو دى
د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ څانګې د بیړنیو او طبیعي پېښو لکه واورو، سېلابونو، چې لارې بندوي، سړکونه او د خلکو کورونه ورانوي، د کنټرول په موخه فعال شوي او د قدرمنو هېوادوالو په خدمت کې دي.
همداراز مسلکي پرسونل او د انجینرۍ وسایل لکه بلدوزر، سکواټر، ګریډر، بابه کیټ او داسې نور د انجینرۍ ماشینونه د بیړنیو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره چمتو دي.