مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۳ یمه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۳ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۷۸ ځانګړي کوماندویي دندې او ۳ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۶ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندهار ولایت د میوند، نیش او خاکریز ولسوالیو کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپيان او د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړل شوې، د ارزګان ولایت مرکز اړوند سرریګین او بورني چمن سیمو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي و د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوې او د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي ږ همداراز د ننګرهار ولایت د بهسودو او دوربابا ولسوالیو کې د بهسودو ولسوالۍ د سلطان خیلو، خواجه ګانو، ګردی کڅ، ورسک، داګ کلی، غره غواره او ملاخیلو کلي د دښمن له شتون نه پاکې شوي، یو تن ټپي او یو شمیر سولې او مهمات له منځه وړل شوي دي. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.