بلخ کې طالبانو د عشر او زکات مسول په ګډون ۳۳ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې د یاد ولایت شولګرې ولسوالۍ له پاره طالبانو د عشر او زکات مسول «قاري خلیل مشهور په ابو عمر» په ګډون، ۳۳ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۵ موټرونه، ۶ موټر سایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.