هلمند کې د هوايي برېدونو په پایله کې ۷۵ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د هلمند ولایت لښکرګاه ښار اړوند «تورتنګ» سیمه د ترهګرو طالبانو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې ۷۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې برېدونو کې د ترهګرو زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.