تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۵ طالبان ووژل شول او ۱۹۳ نور ټپيان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۳۷۵ طالبان ووژل شول او ۱۹۳ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د نورستان، لوګر، ګندهار، ارزګان، هرات، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.