دفاعي او امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ دوهم ځلې د ترهګرو طالبانو څخه ونیوله

s.mohmand

نن سهار, دفاعي, امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ, د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول او د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ټپي شو.

همدا راز د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

په دې عملیاتو کې یاده ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه, د دفاعي او امنیتي ځواکونو په کنټرول کې راغله.