هرات کې د طالبانو ۵ مهم قوماندانانو په ګډون ۵۲ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي، امنیتي، کومانډو ځانګړو ځواکونو او ولسي پاڅونکوونکو د هوايي ځواک په ملاتړ، د هرات ولایت مرکز، ګذره، انجیل او چشت شریف ولسواليو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

دغو برېدونو په پایله کې، د طالبانو ۵ مهم قوماندانانو"ملاعبدالظاهر، صدام، ملانصیر، ملامجید ، ملاظاهر سلطان زايي"  په ګډون ۵۲ ترهګر ووژل شول او ۲ نورو مهم قوماندانانو "ملا عبدالرحمن او ملا عبدلحی" په ګډون ۶۵ نور سخت ټپیان شول.

همداراز د ترهګرو ۲ موټر یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات یې له منځه وړل شوي.