هرات کې ۵۲ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ, دفاعي, امنیتي او کومانډو ځواکونو او ولسي پاڅون کونکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت ګذرې, کرخ او سیاوشان ولسوالیو اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۵۲ ترهګر طالبان ووژل شول او ۴۷ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.