هلمند کې طالبانو د سرې قطعې مرستیال په ګډون ۱۷ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن له غرمې مخکې، هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند "عینک" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې د یاد ولایت خانشین ولسوالۍ له پاره طالبانو د سرې قطعې مرستیال "ملا قدرت" په ګډون, ۱۷ ترهګر ووژل شول او ۴ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۱ موټر سایکل, ۲ پیکاوې, ۲ راکټونه, ۸ کلاشینکوفونه او ۷ مخابرې له منځه یوړل شوې.