جوزجان کې د طالبانو پوځي مسؤل ووژل شو

s.mohmand

د جوزجان ولایت له پاره د طالبانو پوځي مسؤل چې څو ورځې مخکې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د برېدونو په پایله کې ټپي شوی وو, نن ووژل شو.

ویل کیږي چې "قاري نقیب الله" مخکې د یاد ولایت منګجک ولسوالۍ له پاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال وو, په دې وروستیو کې د دې ولایت له پاره طالبانو د پوځي مسؤل په توګه ګمارل شوی وو.