جوزجان کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۳۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د جوزجان او سرپل ولایتونو اوږدې غځېدلې لاره کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو د سري قطعي قوماندان"مولوي زرداد" او قوماندان ملاسردار"په ګډون ۳۷ ترهګر ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
همداراز د ترهګرو طالبانو ۲۲ موټرسایکلونه یوه اندازه نور جنګي وسایل له منځه وړل شوي.