تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴ طالبان ووژل شول او ۱۷۶ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۴ طالبان ووژل شول او ۱۷۶ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، لغمان، ننګرهار، نورستان کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندوز او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.