کندز کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو طالبانو لیږدونکی موټر په نښه کړ

s.mohmand

تېره شپه, دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندز ولایت مرکز اړوند "امام صاحب بندر" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۲ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شول. همدا راز د دښمن ۱ موټر, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

د یادولو ده چې د طالب ترهګرو یو کلیدي کس "سهراب" چې په څو هدفي پيښو کې لاس درلود, څو وارې ټپي شوی هم وو, وژل شوی دی.