تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۳ طالبان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۳ طالبان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، غزني، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، هلمند، تخار او کندوز ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.