ننګرهار کې د ۳ پاکستانیو په ګډون ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ د "غر ښلي او انتن تپې" سيمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې کې د ۳ پاکستانیو په ګډون ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

داپه داسې حال کې ده چې ۳ کړۍ ماينونه چې ترهګرو دملکي او پوځي کسانو د وژلو په پار ځائ پر ځائ کړي وو د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.