تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۱ طالبان ووژل شول او ۱۶۲ ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۷۱ طالبان ووژل شول او ۱۶۲ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، میدان وردګ، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، سرپل، جوزجان، نیمروز، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.