کندهار کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولايت سپین بولدک او ژیړۍ ولسوالیو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۳ پټنځایونه یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.