هلمند کې طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول
نن له غرمې وروسته، هوایي ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند "بولان کلا" سيمه کې د ترهګرو طالبانو تجمعات په نښه کړل.
چې په پايله کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان "ملا مطيع الله" په ګډون, ۸ تنه ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شول.
په دغو برېدونو کې د دښمن ۱ راکټ, ۱ پيکا، ۱ دراز نوف او ۴ کلاشينکوفونه له منځه یوړل شول.