بدخشان کې د طالبانو تش په نامه یوه قاضي په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن مازدیګر، هوایي قواوو د بدخشان ولايت فیض اباد _ د بهارک او راغستان ولسوالیو اوږدې لاره کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې د راغستان ولسوالۍ لپاره طالبانو تش په نامه یوه قاضي  “ مولوي شفیق الله” په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

همداراز دغو برېدونو کې د دښمن ۱۵ بېلابېل ډول وسلې يو اندازه مهمات او تجهیزات یې له منځه وړل شوي.