مېدان وردګو کې ۱۲ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د مېدان وردګو ولايت مرکز کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۲ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۲ فولډر موټر، څو موټر سایکلونه د دښمن ۳ سوق ادارې، يو اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي او ځېنې سپکې او درنې وسلې افغان ځواکونو لاسته ورغلي.