هلمند کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولايت نهرسراج ولسوالۍ ۶۰۱ اوږدې لارې “ سرکار ویاله” کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې د طالبانو یوه مهم قوماندان “ عبدل” په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن يو اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي.