بغلان کې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون د ۱۷ ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand

نن وروسته له غرمې، افغان هوایي ځواکونو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ”کیلګی” او ولسولۍ مرکز اړوند سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه  په نښه کړه.

چې په پایله کې د طالبانو یوه قوماندان” خالد” مشهور په مومن ګوجر په ګډون ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور یې سخت ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.