د ملي دفاع سرپرست وزیر د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له استازو سره وکتل

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۸:۱
 د ملي دفاع سرپرست وزیر د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له استازو سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" په کابل کې د اروپايې اتحادیې استازي له مرستیال او د فرانسې، سویډن، هالنډ، ایټالیا، اسپانیا، ډنمارک، المان، چک او فنلینډ د سفیرانو او د هغوې له مرستیالانو سره وکتل, په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره له مرستو یې قدردانی او مننه وکړه او دغه مرستې یې د هېواد په پرمختګ کې مهمې وبللې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل:" افغانستان تر اوسه د ترهګرو له جدي ګواښ سره مخ دی او د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري او موږ خوښ یو چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه د اروپایې اتحادیې غړو هېوادونو د افغانستان سره د ملاتړ او مرستو د دوام ژمنه وکړه."

د ملي دفاع سرپرست وزیر خوښي څرګنده, چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه هم خلک پراخه ملاتړ کوي او هم نړیواله ټولنه له ځان سره لري.

بسم الله محمدي زیاته کړه:" چې د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او په دې وروستیو کې ولسي پاڅونکونکو د دغو ځواکونو په ملاتړ او دفاع کې ودریدل او د هغوی ټولې کړنې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ تر سره کیږي.

ورپسې په افغانستان کې د اروپایې اتحادیې د سفیر مرستیال او د اروپایې اتحادیې سفیرانو او ډیپلوماتانو د خلکو د ځان او مال په ساتنه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو او سرښندنو قدردانی او ستاینه وکړه.

د اروپایې هېوادونو سفیرانو وویل, چې د دوی هېوادونه به د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، دوی به په هیڅ ډول شرایطو کې د افغانستان خلک یوازې نه پریږدي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به لازم فرصتونه برابر کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته