د بغلان په دوشي کې د طالب ترهګرو برېد له ماتې سره مخ شو
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بغلان ولایت اړوند «کیله ګی-دوشي» د لارې په اوږدو کې پر طالب ترهګرو هوايي برېدونه وکړل.
چې په پایله کې ۲۲ طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.