پکتیا کې د یو پاکستاني طالبان قوماندان په ګډون ۱۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت میرزکه ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې د یو پاکستاني طالبان قوماندان په ګډون، ۱۱ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۴ موټر سایکلونه، یوه زیاته اندازه مهمات او تجهیزات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.