د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ او ګیله ګي سیمې بیا ځلې طالبانو له واکه ووتې

s.mohmand

د فاعي او امنیتي ځواکونو د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برېد جنرال عباس "توکلي" په مشرۍ د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ ګیله ګي سیمو کې عملیات تر سره کړل, چې په ترڅ کې یادې سیمې د طالب ترهګرو له واکه بیا ځلې اوتلې, طالبانو ته درانه تلفات واوښتل او د یادې ولسوالۍ نه وتښتیدل.

په دې عملیاتو کې د دښمن ۳ موټر له یوې اندازې وسلو او مهماتو سره د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

دفاعي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.