د کونړ په دوه ولسوالیو کې د ۲۰ ترهګرو طالبانو وژل کیدل
نن وروسته له غرمې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کونړ ولایت غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.