د هېواد په شمال کې طالب ترهګرو د کلیدي کسانو وژل کیدل
په وروستۍ اونۍ کې د هېواد په شمال کې طالب ترهګرو د کلیدي کسانو په ګډون, سلګونه ترهګر د ځمکنیو او هوایی عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.
د بلخ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال "عارف بریالی" په کشنده ولسوالۍ کې ووژل شو.
"زمری ادریس" په چهار بولک ولسوالۍ کې ووژل شو.
کندز کې طالبانو د کمیسیون مسؤل "عمران" ووژل شو.
خان اباد کې د طالبانو پوځي مسؤل "قاري هاشم" ووژل شو.
همدا راز د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي برېدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو ډیر مهم او ظالم قوماندانان ووژل شول.