بغلان کې ۱۷ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن له غرمې مخکې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند «چشمه شیر» سیمه کې د طالب ترهګرو تجمع په نښه کړه.

چې په پایله کې طالبانو د یو قوماندان «قاري خالد» په ګډون، ۱۷ ترهګر ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.