بلخ کې طالبانو د ۵ مخکښو غړو په ګډون ۸ تروریستان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ هوايي ځواکونو د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ په «اق کپرک» سیمه او د کشنده ولسوالۍ اړوند «قوشم سای» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۴ مخکښو غړو:

۱- عارف مشهور په بریالي د شولګرې ولسوالۍ له پاره د طالب ترهګرو نومول شوی ولسوال
۲- جمعه خان مشهور په صفي الله طالبانو د سرې قطعې مخکښ غړی
۳- قاري امین مشهور په قاري الیاس د طالبانو د ماین جوړولو ماهر
۴- ملا ضیا الحق د طالبانو مهم قوماندان
۵- ملوک د کاکو جان ځوي د طالبانو کلیدي قوماندان په ګډون، ۸ تروریستان ووژل شول او ۴ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن ۱ پټنځای، ۲ موضع، ۱۰ میله بیلابیل ډول وسلې او ۱ هاوان له منځه یوړل شول.

همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.