د ګډو پوځي زده کړو قومانۍ له ښوونیز مرکز څخه ۳۸۸ منسوبین فارغ شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۴:۵۴
د ګډو پوځي زده کړو قومانۍ له ښوونیز مرکز څخه ۳۸۸ منسوبین فارغ شول

د ګډو پوځي زده کړو قومانۍ له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۱۲۵ بریدملان او ۲۶۳ تنه سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول.

دغو مراسمو کې، د یادې قوماندانۍ مسؤلانو، افسرانو، برید ملانو او سرتیرو، ګډون درلود.

تازه فارغ شوو بریدملانو او سرتیرو وویل، هر هغه څه چې د ښوونې په ډګر کې زده کړي په مسلکي او کلک هوډ سره به د ترهګرو پر وړاندې ترې ګټه اخلي.

همدا راز هغوې ژمنه وکړه او وه یې ویل، موږ د خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنې ته ژمن یو، هر ډول چوپړ اوسرښندنې ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې چمتو یو.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته