زابل کې ۱۵ طالب تروریستان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند د طالب تروریستانو په پټنځایونو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۵ تروریستان ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۲ پټنځایونه, ۱۰ میله وسلې د یو زیات شمېر مهماتو، تجهیزاتو او چاودیدونکو توکو سره له منځه یوړل شول.