هلمند کې  طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۳۶ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز، نهر سراج او ناوې ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو «قاري نصرت» او «محب» په ګډون، ۳۶ ترهګر ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۲ موټر، ۳ موټر سایکل، ۲ پټنځایونه، ۲ موضع،۱ پیکا، ۱ میل زیګویک او ۷ میله کلاشینکوف له منځه یوړل شول.