بغلان کې ترهګرو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ښه روان دي

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت بغلان مرکزي ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

دفاعي او امنیتي ځواکونو دغو عملیاتو کې د دولسم، پنځم، نهم ، اتم سړکونو او سلام خیل، ناصریا، دوراني، تانګ سوخته، چمقعله، میرویس کور او اتفاق کلي د ترهګرو له شتونه پاک شوي دي.

چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.