هلمند کې ۱۴ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ "پرچاوه" اړوند سیمه کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۸ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

دغو عملیاتو کې د دښمن ۳موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.

همداراز یاد ولایت مرکز سورګودر په سیمه کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې ماینونه ځای پرځای کړي، خپل ماین چاودنې له کبله یې ۶ ترهګر ووژل شول او ۲ نور يې ټپيان شول.